ډېر لوستل شوي

هلمند کې د درملنې په پار د لسګونو نشه‌یانو راټولونه

د هلمند امنیتي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له بېلا بېلو سیمو څخه ۷۸نشه یان راټول کړي.
دا روږدي د هلمند ۱۰۰ بستریز روغتون ته ورپېژندل شوي، چې تر بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د هلمند ولایتي مسوولین وایي چې اوسمهال هم دې روغتون کې لسګونه تنه تر درملنې لاندې دي.
یاده دې شي چې اسلامي امارت د پلازمېنې په ګډون ګڼو ولایتونو کې د روږدو په پار سلګونه روغتونونه ځانګړي کړي او همداشان یې ورته د بېلابېلو حرفو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

اړوند خبرونه