د ترکيې په ختيځ کې تېره ورځ د واورې په مرګونې ښويېدنه کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
په دې هېواد کې د ارزروم والي مصطفی چيفتچي ځايي خبريالانو ته ويلي، د “جودو” ملي ټيم ۱۵ غړي غره ته ختلي وو، چې د واورې ښويېدنې له امله زیانمن شوي او روغتيايي حالت یې نازک ښودل شوی و، یوه یې په روغتون کې ساه ورکړه او څلور نور په ښه وضعیت کې دي.