په کابل کې د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالباري عمر په ګډون د هېواد ګڼو خصوصي سکټورونو مسوولينو او سوداګرو د شهيد خليلالرحمن حقاني د شهادت په مناسبت د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي عمر او د هېواد ګڼو خصوصي سکټورونو مسوولينو او سوداګرو د شهيد روح ته دعا کړې او د نوموړي له تېرو جهادي قربانيو او ولسي خدمتونو څخه هم يادونه کړې ده. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو په ګډون د هېواد ګڼې سياسي، جهادي څېرې او په هېواد کې بهرني او کورني پانګوال د شهيد حقاني روح ته د دعا په موخه د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين کور ته ورغلي وو.