د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بابېزې، ګستاخانه او له حقیقته لرې بللې دي.
ښاغلي فطرت نن ماخوستن(دوشنبه، مرغومي درېیمه) په خپل اېکس د نوموړي څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له یوه پاکستاني چینل سره په یوه مرکه کې سلطان محمود غزنوي (رحمه الله علیه) ډاکو بللی او د نوموړي په وینا چې غزنوي هندوستان ته د لوټ او تالان لپاره تللی و.
ښاغلي فطرت لیکلي چې اسلامي امارت د یاد وزیر وینا په کلکه ردوي او د نوموړي څرګندونې بې مسوولیته او له واقعیته لرې بللي.
ملا حمدالله فطرت زیاته کړې: (( تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د نجات او آزادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمة الله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی.))
نوموړي وړاندې په خپل اېکس څرګنده کړې چې یاد پاکستانی چارواکی په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په تړاو ګستاخانه څرګندونې کوي، چې په خپلو مزایلو یې د غزنوي نوم ايښودل شوی.