د حماس جهادي غورځنګ د صهيونيست رژيم پر پوځیانو بريد کړی، چې په پايله کې يې ګڼ فلسطيني بنديان ترې ازاد کړي دي.
دغه بنديان، چې ډېری يې ولسي وګړي ښودل شوي د غزې په تراړه کې د صهيونيست رژيم د پوځ له لوری نيول شوي وو.
دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړی ځل دی، چې حماس جهادي غورځنګ د صهيونيست رژيم پوځ له منګولو څخه بنديان ازادوي. ياده دې شي، په دې بريد کې د حماس غورځنګ القسام پوځي ځواکونو له صهيونيست رژيم څخه وسلې هم غنيمت کړې دي.