د غزني د صنعت او سوداګرۍ خونې ریاست مسوولینو دې ولایت کې د اوړو د تولید د یوې بلې کارخونې د فعالیت خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رسنیو ته ویلي چې دغه فابریکه د ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ملي سوداګر له لوري جوړه شوې ده.
ویل کیږي چې دا کارخونه هره ورځ ۱۵۰ ټنه غنم تولیدولی شي.
یاده دې شي چې دې ولایت کې تر دې دمخه هم ۵ کارخونې فعالې وې، چې ۱۲۰ تنو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.