ډېر لوستل شوي

فيدان: د سوريې ملاتړ کوو


د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان سوريې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د نوي حکومت او د التحرير الشام له مشر احمد الشرع سره کتلي دي.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر تېره ورځ د خپلې ليدنې انځورونه پر اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي او ويلي دي، چې سوريه به يوازې نه پرېږدو. نوموړي دغه راز په سوریه کې د امنیت ټینګښت، ملي پخلاینې ته رسېدل، د اقتصادي پرمختګ احساس او د کډوالو راستنېدل د دغه هېواد لومړیتوبونه بللي دي.

اړوند خبرونه