د اوکراین لویه څارنوالي وايي، له روسیې سره د جګړې له لومړۍ ورځې تر اوسه د هغه هېواد ځواکونو ۱۴۷ اوکرایني سرتېري اعدام کړي دي.
دغه بنسټ ویلي چې د اعدام شویو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او یوازې تېره میاشت ۹ تنه اسیران اعدام شوي وو.
سربیره پر دې، د اوکراین قضایی قوه د هغه راپور په اړه څیړنه کوي چې پکې د یوه اسیر سر په توره غوڅیږي.
د بي بي سي یو راپور ښیي چې د روسي ځواکونو له لوري د کییف ۱۶ سرتیري په کتار کې درول شوي او په ډزې پرې کیږي.