د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د ترکيې هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، په دې ناسته کې ترکي پانګوالو په افغانستان کې د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې لېوالتيا ښودلې ده.
دې وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د ترکيې هېواد سوداګرو هم له افغانستان څخه خپل هېواد ته د غاليو او ټغر د خامو موادو د سوداګرۍ غوښتنه کړې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د ترکيې هېواد پانګوالو او سوداګرو ته په اړوند سکټورونو کې ډاډ څرګند کړی دی.