د ترکيې د باليکسير ولايت په قرهسي ولسوالۍ کې د “چاوديدونکو توکو توليداتو” په کارخونه کې چاودنې د ۱۳ کسانو ژوند اخېستی او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
روېټرز خبري اژانس د ياد ولايت د والي اسماعیل استاداوغلو په حواله ليکلي، چې د پېښې د رامنځته کيدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی؛ خو په تړاو يې پلټنې روانې دي.
ويلکېږي، چې دې زورورې چاودنې شاوخوا کورنه هم نړولي دي. ترکيه د دفاعي تجهيزاتو په ځانګړې توګه د ډرونونو يو مهم صادروونکی هېواد بلل کېږي.