د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن(سه شنبه، مرغومي څلورمه) په خپل دفتر کې د پاکستان د حکومت له ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي سره کتلي دي.
دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، د ډپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو پر ستونزو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې وویل: (( د افغانستان حکومت پاکستان سره د مثبتو اړیکو هوډ لري او ښايي د دواړو ولسونو ترمنځ له شته مشترکاتو څخه په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې ښه ګټه پورته کړو.))
ښاغلي متقي وړاندې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هغه وخت ښه وده موندلی شي، چې د د ولسونو ترمنځ راشه درشه اسانه او د حکومتونو ترمنځ باور او همغږي رامنځته شي.
د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې شته امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه وباله او د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي برخو کې د اړیکو پیاوړتیا او د اسانچاري رامنځته کول ښودلي دي.