ډېر لوستل شوي

سوریه کې د یو بل منل او د ګډ کار زغم؛ د حلب ښاروال خپلې دندې ته راوګرځېد

د سوریې د لنډمهالي دولت مسوولینو ویلي چې د حلب پخوانی ښاروال او مامورین بېرته خپلو دندو ته راستانه شوي دي.
د سوریې د لنډمهالي حکومت د ارزونې پلاوی وایي، چې د حلب ښاروالي د پخواني دولت د کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي وړتیا له ارزولو وروسته، په بشپړه توګه پخوانیو مامورنیو ته سپارل شوې ده.
د سوریې د روانو چارو نړیوالو څارونکو دا ګام ستایلی او پر ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د سوریې په بیارغونه کې برخه واخلي.
څارونکي وایي، چې دا چاره د مسلکي کادرونو د کډوالي مخنیوي او د سوریې د بشري ظرفیت ساتنه کې رغنده رول لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ویلي چې د پخوانیو منسوبینو د جلب و جذب لړۍ یې پيل کړې ده. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې سوریه یوازې د بریالۍ ډلې نه؛ بلکې د ټولو ده او ملت به په ګډه ورته کار کوي.

اړوند خبرونه