د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې، د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو د ودانيرو چارو پرانېسته وشوه.
دغه پرانېسته د ياد وزارت سرپرست نورجلال جلالي نن (چهارشنبه، مرغومې پنځمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې ده.
د دې وزارت مسوولينو ويلي، په تېرو څو لسیزو کې د ولسوالیو په کچه روغتیايي چوپړتياوو ته په سمه توګه پاملرنه نه وه شوې او اوسني روغتیايي خدمتونه هم د هېوادوالو اړتياوې نه شي پوره کولی. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې نیږدې ۱۳ زره بسترونه شتون لري او د نویو روغتونونو په جوړېدو سره به نیږدې لس زره نور بسترونه هم زیات شي.