د اذربايجان هېواد يوه مسافر وړونکې الوتکه د ۷۲ کسانو سره په قزاقستان کې له بېواکه کېدو وروسته رانسکوره شوې او اور يې اخېستی.
د قزاقستان چارواکي وايي، چې د الوتکې د لوېدو له امله لګيدلی اور مهار شوی او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
ويلکېږي، په دې الوتکه کې له ۷۲ کسانو څخه ۲۵ تنه ژوندي پاتې شوي دي.