ډېر لوستل شوي

په افغانستان کې د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار شو

د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضیاء احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بريد له امله يې ورته توند اعتراض‌ليک هم سپارلی دی.

په دې خبرپاڼه کې ياد وزارت ويلي، اسلامي امارت ته د هېواد حريم ساتنه سره کرښه ده او په وينا یې، چې په هر حالات کې خپلې دفاع ته چمتو دي. د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ د وحشيانه هوايي بريد په پايله کې ۴۶ بې‌ګناه هېوادوال شهيدان شوي او ۶ نور ټپيان دي.

اړوند خبرونه