د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۳۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوې سترې شبکې د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
دغه شبکه د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخوندزاده او د مل پلاوي له لوري ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه، چې په پايله کې به یې ۵ زره او ۴۰۰ کورونه د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي. په جوړه شوې غونډه کې ښاغلي يونس اخوندزاده له ځايي اوسېدونکو غوښتي، چې له يادې شبکې څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.