د حماس جهادي غورځنګ وايي، چې صهيونيست رژيم د نوي شرايطو په رامنځته کيدو سره په غزه کې د اوربند هوکړه ځنډولې ده.
روېټرز خبري اژانس د حماس له قوله ليکلي، چې د قطر او مصر په منځګړيتوب د اوربند په اړه خبرې اترې مهم پړاو ته رسېدلې. ياد جهادی غورځنګ دغه راز ويلي، چې صهيونيست رژيم له غزې د وتلو، اوربند، بنديانو او د بېځايه شويو د ستنېدو په تړاو نيوي شرطونه تړلي دي؛ چې دا بهير يې له ځنډ سره مخ کړی.