که څه هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځيانو له یرغل څخه لسګونه کلونه کېږي؛ خو لا هم د افغانستان په ډېری سيمو کې د ورانيو نښې پاتې دي او هېوادوال يې لا اوس هم ترخې کيسې کوي.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل له ورځې سره برابره ده، چې سږ کالیې ۴۵مه کلیزه ده.
د شهيدانو په خاوره (افغانستان) کې د شوروي دغه دبدبه او يرغل د مجاهدينو د مبارزې له برکته له نهو کلونو ډېر دوام ونه کړ. د دې مودې په لړ کې، شوروي ځواکونو د افغانانو له پراخې او نه ستړې کېدونکې مقاومت سره مخامخ شول. دا جګړه نه یوازې شوروي ځواکونو ته درانه زیانونه واړول؛ بلکې په نړیوال ډګر کې یې د شوروي اتحاد حیثیت هم زیانمن کړ. بايد ووايو، چې افغان مجاهديونو دغو مبارزو يو داسې رنګ راوړ چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه او د ۱۹۷۹ ميلادي کال د فبروري په ۱۵ يو له داسې شرموونکې ماتې سره مخ شول؛ چې پوځي وسلې او وسايط يې اوس هم د افغانستان په ملي موزيمونه کې نندارې ته اېښودل شوي دي.