د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د جمناستیک د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوي.
دا سیالۍ د روزي محمد کلب په ګټه پای ته رسېدلي.
ددغو سیالیو موخه د جمناستیک سیالیو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د اتحاد رامنځته کول ښودل شوي. ددې سیالیو پای کې بریالیو لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکول شوي.