الجزیرې د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلي پوځ ۵ خبریالان ویشتي دي.
دا خبریالان په موټر کې ویده وو، چې د یوه برید ښکار شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د ملاتړ کمېټې ویلي چې پر غزې د اسرایيلو د بریدونو له پیلېدو راهیسې ۱۴۱ خبریالان وژل شوي دي.