د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په پکتيکا کې د پاکستان هوايي بريد ته په اشارې ويلي، چې پاکستاني حاکمان دې د شوروي او امريکا له برخليکه زدهکړه وکړي.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، مرغومې شپږمه) پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل د ورځې د غندنې په پار جوړشوې غونډه کې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز زياته کړې، چې افغانان هېڅکله په خپله خاوره يرغل نه شي زغملی. د ويلو ده، په ياده غونډه کې د اسلامي امارت ګڼو چاروکو ګډون کړی وو او د يادې ورځې په پار يې د مجاهدينو سرښندنې او قربانۍ ستايلې دي.