د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د سوریې د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر أسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د بهرنیوچارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن ماخوستن(جمعه، مرغومي اوومه) په خپل اېکس ددې ټیلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر لومړیو کې نوموړي ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه د گومارنې په پار مبارکي ورکړې او د بریالي ماموریت هیله یې ورته کړې.
مولوي متقي د سوریې د نویو واکمنو ټولبښنه او ښه حکومته ستایلې ده. بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې کابل او دمشق به غوره ډپلوماټيکي اړیکې ولري.
ښاغلي متقي زیاته کړې: ((افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوريې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي.))
د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر أسعد حسن الشیباني له مولوي امیرخان متقي د ټیلیفوني اړیکې په پار مننه کړې. نوموړي د ښکېلاک پر وړاندې د افغانانو د شل کرنه مبارزه نورو ملتونو ته ښه تجربه ښوولې ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لوریو ترمنځ لیده کاته وشي.