د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال الهام علياف سره په ټلیفوني خبرو کې د روسیې په هوایي حریم کې د اذربایجاني الوتکې د نسکورېدو په پار بښنه غوښتې ده.
پوتین علياف ته ویلي چې دې اذربایجانۍ الوتکې د روسیې دفاعي عملیاتو سره هممهاله هڅه کوله په ګروزني ښار کې ناسته وکړي.
تاس خبري اژانس د کرملین له قوله لیکلي چې پوتین په پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده. یاده دې شي چې تېره چهارشنبه په قزاقستان کې د اذربایجان یوه الوتکه نسکوره شوه چې شاوخوا نیمایي سپارلي یې ووژل شوه. داسې ویل کیږي چې دا الوتکه د روسيې د هوایي ځواکونو له لوري ویشتل شوې ده.