ډېر لوستل شوي

د ګاونډیو د حریم ساتنې فرمان صادر شو

د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده له لوري په یوه فرمان کې د ودانیو جوړونکو ته سپارښتنه شوې، چې د ګاونډي پر لور دې کړکۍ نه پرېښودل کیږي.

په دې فرمان کې ویل شوي:”ودانۍ جوړوونکي د ګاونډي د کور لوري ته د داسې کړکیو پرېښودو حق نه لري، چې د کور داخلي ځایونه لکه انګړ، ‏پخلنځی یا کوهی ترې ښکاره شي”

په فرمان کې راغلي، که داسې کړکۍ پرېښودل شوې وي، نو د ضرر د مخنیوي لپاره باید د انسان د قد په اندازه دېوال جوړ یا بله مناسبه وسیله وکارول شي”

په دې فرمان کې وړاندې ویل شوي چې که داسې ودانۍ له دې وړاندې جوړې شوي وي او د حریم ساتنې اصول پکې نه مراعتیږي، باید د ګاونډي ضرر پکې رفعه شي. په فرمان کې ښاروالۍ او اړوندې ادارې مکلفې ګرځول شوي، چې د ودانیو جوړولو پر مهال د یادو حکمونو تطبیق وڅاري او د سرغړونې مخه ونیسي.

اړوند خبرونه