د صهيونيست رژيم پوځيانو د غزې په شمال کې د “کمال عدوان” روغتون مشر نيولی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د اسراييلو له لوري چاپې د دې روغتون چوپړتياوې له خنډ سره مخ کړې دي. د غزې روغتيايي مسوولين وايي، چې د “کمال عدوان” روغتون د مشر په ګډون يې د دې روغتون لسګونه کارکوونکي د پوښتنو او ګروېږنو په پار د توقيف مرکز ته هم لېږلي دي.