د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېره مياشت کې د ټول هېواد په کچه هېوادوالو ته د څه باندې ۱۵۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د يادې ادارې په وينا، دغه ۱۵۰ زره او ۳۰۰ پېژندپاڼې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۷۳ څانګو له لارې وېشلې دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې ۵۴ زره او ۱۱۸، کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او دغه راز هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
همدارنګه په ټوله هېواد کې د تېرې مياشتې په لړ کې ۱۱ زره او ۷۷۲ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼې له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې يادې ادارې په دې وروستيو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د هېواد لرو پرتو سيمو او ولسواليو ته هم غځولې ده، چې هېوادوال په اسانۍ سره وکولی شي خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.