ډېر لوستل شوي

ارزګان کې د ملت او حکومت د نږدېوالي ستره غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري ارزګان کې د اسلامي نظام د ټیکاو او د ولسونو د یووالي په نوم ستره ولسي غونډه وشوه.
دې غونډې ته د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي چې تېرو دریو کلونو کې ولسونو ته په پراخه کچه چوپړ شوی او هېواد ورځ پر ورځ د پرمختګ په حال کې دی.
ښاغلي احمد همدارنګه د ځايي خلکو د ستونزو حل د حکومت دنده بللې ده.
ورته وخت کې د ارزګان قومي مشرانو او دیني عالمانو په دغه غونډه کې له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ څرګنده کړ او له حکومت څخه په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه هم وکړه.

اړوند خبرونه