د جنوبي کوریا په یوه هوايي ډګر کې یوه مسافر وړونکي الوتکه نسکوره شوې چې ۶۲ تنو پکې خپل ژوند بایللی دی.
ویل کیږي چې دې الوتکې ۱۸۱ تنه سپرلۍ لېږدوله.
د جنوبي کوریا د خبري اژانس د راپور له مخې دا الوتکه له بانکاک څخه راستنېده، چې په موان هوایي ډګر کې یې د ناستې پر مهال له یوه کانکریټي دېوال سره ټکر وکړ. دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه د اذبایجان د یوه هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکې هم په قزاقستان کې لوېدلې وه، چې نیمایي سپرلۍ پکې وژل شوې وه.