د جنوبي کوریا په موان نړیوال هوايي ډګر کې د یوې الوتکې د لوېدو پېښه کې له دوو تنو پرته ټولې سپرلۍ خپل ژوند بایللی دی.
ویل کیږي چې دې الوتکې ۱۸۱ تنه لېږدول.
کوریایي رسنیو ویلي چې دا الوتکه له ځغاستلیکې وتې او له یوه دېوال سره یې ټکر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د ججو ایر بوینګ 737 دا الوتکه د تایلنډ له پلازمېنې بانکاک څخه سیول ته پر لاره وه، چې د ناستې پر مهال یې له دېوال سره ټکر وکړ. د ویلو ده چې تر دې وړاندې د اذربایجان جمهوریت یوه مسافر وړونکې الوتکه د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اکتائو ښار ته څېرمه نسکوره شوې وه، چې ګومان کېږي روسي ځواکونو وېشتې ده.