ډېر لوستل شوي

د قطر لومړي وزير د حماس له ځانګړي پلاوي سره کتلي

د قطر لومړي وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن تېره ورځ په دوحه کې د حماس غورځنګ د مخکښ مشر خليل الحيا په مشرۍ له يوه پلاوي سره کتلي دي.

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې راغلي، په دې کتنه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په پار، د يوه روښانه او هر اړخيز اوربند په تړاو خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې دوحې د اسراييلو له صهيونيست رژيم او حماس غورځنګ څخه د سولې په پار د نرم دريځ غوښتنه هم کړې وه.

اړوند خبرونه