د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د هېواد په کچه ۴۳۸ مټريک ټنه وريجې توليد شوې دي.
د يادې ادارې دغه ارقام ښيي چې د وريجو په توليد کې د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې وريجې (۱۳۰ زره مټريک ټنه) په کندز، په تخار کې ۱۰۷ زره مټريک ټنه، بغلان کې ۴۳ زره مټريک ټنه، ننګرهار کې نږدې ۴۱ زره متريک ټنه او دغه راز کونړ او بلخ ولايتونو کې نږدې ۲۴ زره مټريک ټنه وريجې توليد شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د خوراکي توکو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.