د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د هېواد له يو شمېر دينې علماوو سره کتلي دي.
ياد وزارت ويلي، په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي د حکومت او ولس ترمنځ د علماوو رول د وصل پل بللی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دينې علماوو له شته اسلامي نظام، ډاډمن امنيت، اقتصادي ځان بسياينې او دغه راز له رغنيزو چارو خوښي ښودلې ده. همدارنګه په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د تعليمي برخي غښتلتيا ته په اشارې ويلي، چې تعليم د يو هېواد د پرمختګ اړينه وسيله ده او د اوسني عصر خورا اړتيا ده.