ډېر لوستل شوي

سرپل کې د ۹ روغتونو د جوړېدې چارې پیلیږي

د سرپل ولایت ځايي مسوولینو دې ولایت کې د ۱۹۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۹ روغتونونو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د سرپل د والي ویاند ویلي چې پر دغو ۹ روغتونونو سربېره په لرو پرتو سیمو کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ۱۳ روغتیایي مرکزونه هم جوړیږي.
د مسوولینو له قوله، دا روغتیایي مرکزونه خلکو ته د روغتیایي چوپړونو د اسانوالي په پار جوړیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له لوري په دې وروستیو کې هره ولسوالۍ کې د یوه یوه روغتون د جوړېدو چارې هم پیل شوې وې.

اړوند خبرونه