د اسراییلو ۱۲ چینل په یوه راپور کې د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې اسماعیل هنیه نوموړي ته په بالښت کې د یوه ځای پر ځای شوي بم په وسیله شهید شو.
د یاد ټلویزیون په وینا، دا بم له لیري ځایه کنټرولېده.
دغه راپور کې ویل شوي چې اسراییلي څارګرو له پخوا د شهید هنیه د عادتونو، کړو وړو او د نوموړي د اوسېدو د ځای لټه کوله.
راپور کې راغلي، چې اسماعیل هنیه د پزشکیان د لوړې له مراسمو وروسته خپل استوګنځي ته لاړ، نیمه شپه یې د هوا کنډیشنر خراب شو، د ګرمۍ په سبب له خونې ووت؛ خو د استوګنځي مسوولینو د ایرکنډېشنر ستونزه هواره او نوموړی یې بېرته خونې ته اړ کړ.
اسماعیل هنیه د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې په لسمه نیټه شهید شو چې شهادت یې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.