د لغمان امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په لغمان کې يوې مرګونې ترافیکي پېښې د پنځو تنو ژوند اخېستی او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د ياد ولايت د مهترلام ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند قلعه کوټ سيمه کې د يو فلاينکوچ موټر او دوه رېکشو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د مسوولينو په خبره په دې پېښه کې د پنځو کسانو له ډلې يوې ښځې هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د شپږو ماشومانو په ګډون اووه ښځې ټپيانې شوې دي. ياده دې شي، د پېښې ځای ته د لغمان ولايت امينه قوماندانۍ د ترافيکو مديريت مسوولين پر وخت رسيدلي او ټپيان يې د ښې درملنې په موخه د مهترلام ولايتي روغتون ته لېږلي دي.