د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د روان کال له پيل څخه په دې ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ۲۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۹ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د ياد رياست وياند شاه پور عرب ويلي، د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۵۲ پروژې منظورې شوې وې، چې له ډلې يې د ۱۹ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړی زياتوي، چې د پاتې ۳۳ نورو پروژو چارې به هم په نږدې ورځو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د ياد رياست د خبرپاڼې له مخې، د لوګر په کچه ۲۸۷ ښوونځي شته، چې له جملې څخه یې ۷۵ لا هم ودانۍ نهلري.