د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاکتر عبدالباري عمر د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت مسوول بوراق سره کتلي.
برېښنا شرکت وايي، په دې ناسته کې د هرات ۵۰ ميګاواټه بادي برېښنا پروژې په تړاو یې خبرې کړې دي.
دغه راز په ياده ناسته کې د بادي برېښنا توليد امکاناتو، د پروژې تخنيکي اړخونو او لګښتونو په اړه هم خبرې شوي، چې د مسوولينو په وينا، نږدې راتلوونکي کې به پر نورو اړخونو یې هم دوه اړخيزې ناستې وشي. ياده دې شي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې د برېښنا د توليد په برخه کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت هڅې ستايلې دي.