په خوست کې د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ رياست د “امټياين” مخابراتي شبکې مسوولينو ته د دې شبکې د سمکار نه کولو په برخه کې د ستونزې د حل سپارښتنه کړې ده.
ياده ستونزه تر دې وړاندې خوست مېشو هېوادوالو د مخابراتو رياست له رييس مولوي محمد اسحاق نظامي سره په ليدنه کې شريکه کړې وه. د ويلو ده، چې د يادې مخابراتي شبکې مسوولينو ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.