د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په سويلي کوريا کې د الوتکې په پېښه کې د وژل شويو کسانو د کورنيو او د سويلي کوريا له حکومت سره خپله خواخوږي شريکه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د الوتکې په دې پېښه کې ۱۷۹ ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د سویلي کوريا د جيجو اير شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه تېره ورځ د دغه هېواد په موان هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال غورځېدلې وه.
ياده دې شي، چې سويلي کوريا د يادې پېښې په پار اووه ورځنی وير هم اعلان کړی دی.