ډېر لوستل شوي

ایراني پانګوال هېواد کې د کوچو پر تولید پانګونه کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د کوچو تولیدي کارخونې له مسوولینو سره کتلي دي.
دې کتنه کې د (ایران نسیم صباح مازند) تولیدي کارخونې مسوولینو ویلي چې غواړي، د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د کوچو د تولید بېلابېل ماشینونه او آلات افغانستان ته وارد کړي.
د صنعت او سوداګرۍ چارو مرستیال ددې کارخونې له فعالیته مننه کړې او د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ ترڅنګ یې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه