ډېر لوستل شوي

ترکيې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو ودې او پياوړتيا ته چمتوالی ښودلی

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم په افغانستان کې د ترکيې هېواد له سفير جنګ اونال سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي وايي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د علمي همکاريو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د ياد هېواد سفير ويلي، ترکيه چمتو ده چې د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په پار هڅې وکړي.
په دې ناسته کې دغه راز جنک اونال د تحصيلي برنامو د پراختيا په برخه کې خپلې طرحې له ښاغلي نديم سره هم شريکې کړې دي.
ياده دې شي، په ترسره شوې ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په علمي برخو کې افغانستان سره د ترکيې هېواد هڅې ستايلې او د لا ډېرو همکاريو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه