ډېر لوستل شوي

تېره یوه اونۍ کې د دریو الوتکو سقوط؛ شاوخوا ۲۰۰ تنه یې وژلي

   د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې د بېلابېلو هېوادونو درې الوتکې نسکورې شوي چې شاوخوا ۲۰۰ تنه پکې وژل شوي دي. چهارشنبه قزاقستان کې د اذربایجان یوه الوتکه نسکوره شوه چې لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله. ګومان کیږي چې دا الوتکه د روسي ځواکونو له لوري وېشتل شوې وه.  همدارنګه پرون په سویلي کوریا کې هم یوه الوتکه نسکوره شوې چې له دوو سپرلیو پرته ټول مسافر پکې وژل شوي دي.  ورته مهال د کاناډا ایر لاین الوتکې د هالیفاکس ښار پر هوایي ډګر د کېناستو پر مهال د یوې پایې د ماتېدو له کبله بېړنۍ ناسته کړې، چې الوتکه مهار او ټوله سپرلۍ وژغورل شوه. د ځغاست‌لیکې د خرابېدو له کبله اوسمهال د هالیفاکس ښار هوایي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی. د یادونې وړ ده چې په ټرانسپورټي سپرلیو کې د الوتکې ټرانسپورټ هوسا او تر ډېره له خطره خالي دی، خو په دې وروستیو کې پرلپسې د الوتکو سقوط مسافر وېرولي دي.

اړوند خبرونه