ډېر لوستل شوي

د قوش تېپې کانال د چارو د ارزونې او پراختیا غونډه وشوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په پار غونډه ترسره شوې ده.
دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجبیب الرحمن عمر اخوندزاده، د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې عمومي ریاست د پاليسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس عبدالرحمن عطاش، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت اقتصادي رییس محمد ابراهیم حکمت، سلاکارانو او متخصصینو برخه اخیستې وه.دې غونډې کې د قوش تېپې کانال د پاتې کارونو پر چټکتیا، ستونزو او د ستونزو پر هوارۍ بحث وشو.
غونډه ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري وویل: قوش تېپه یوه ملي پروژه ده، چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم ډېر ارزښت لري، نو ځکه باید د ټولو ادارو په همکارۍ د دې پروژې کار په چټکۍ ترسره او بشپړ شي.
د یادونې وړ ده، چې قوش تېپه د اوبو لګونې تر ټولو لوی کانال دی چېد هېواد په شمال کې شاړې ځمکې اوبولی شي. ددې کانال ټولټال اوږدوالی تر ۲۸۵ کیلومټرو پورې رسیږي چې شاوخوا نیمایي کارونه یې بشپړ شوي.

اړوند خبرونه