د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن ماخوستن(دوشنبه، مرغومي لسمه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
دې ناسته کې دواړو لوریو د واخان پر سټراټيژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو پر پراخونې، د الوتنو پر زیاتوالي او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
یادې ناستې کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر زیاتوالي او لا پیاوړتیا ټینګار شوی.