ډېر لوستل شوي

سرې میاشتې بغلان کې تر ۱۵ زرو ډېرو کسانو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کړ

د بغلان د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له ۱۵ زره ۶۴۰ کسانو ته یې روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي دي.
د بغلان سرې میاشتې یوه مسوولی ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې ډاکټرانو د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳ زره ۶۰۴ تنه معاینه کړي او د اړتیا وړ درمل یې ورکړي دي.
همدارنګه تېره یوه میاشت کې د ۲۷۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۴۳۱ مېرمنو او ماشومانو د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیويه برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۸ زره ۷۲۳ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۴۶۴ مېرمنو ته د زېږون په برخه کې چوپړتیاوې، ۹۸۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۶۰ مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

اړوند خبرونه