د پنجاب په فتح جنګ او د سیند په نوشهرو فیروز کې دوو ترافیکي پېښو ۱۸ کسان وژلي دي.
د پنجاب پولیسو ویلي چې په فتح جنګ سیمه کې د اېم-۱۴ پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس موټر د ټکر له امله ۱۰ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
بلخوا، د سیند په نوشهرو فیروز کې د ټرېلر او مسافر وړونکې مني بس د ټکر له امله اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د نوشهرو فیروز پولیسو ویاند ویلي چې وژل شوي کسان او ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. د مسوولینو له قوله، د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
یاده دې شي چې پاکستان کې زیاتره وخت ټرافیکي پېښې د ګڼې ګوڼې او د موټرچلوونکي د پانامۍ په سبب رامنځته کیږي.