د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د شاه او عروس بند په پرانيست غونډه کې د ياد بند ګټې اخېستلو ته سپارل د هېواد د اوبو مديريت په برخه کې مهم ګام بللی دی.
په دې مراسمو کې د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، چې اسلامي امارت د اوبو د مديريت په پار ځانګړې پروژې په پام کې نيولې دي.
دغه راز په يادو مراسمو کې لوړ پوړو چارواکو ويلي، چې د افغانستان په معاصر تاريخ کې د دوو لسيزو جګړو له امله د هېواد د اوبو د مديريت په برخه کې بنسټيز کارونه نه دي شوي او اوس اسلامي امارت ورته ځانګړې پام لرنه کړې ده.
د شاه او عروس بند د ۱.۲ مېګاواټه برېښنا د توليد ترڅنګ د ۳۵۰۰ هکټاره کرنيزې ځمکې د خروبولو ظرفيت لري.