ډېر لوستل شوي

حنفي: په قطر کې دې د اسلامي امارت سیاسي دفتر له سیمې او نړۍ سره تعامل وکړي

د رياست‌الوزرا‌ء ادارې مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس محمد سهيل شاهين سره کتلي دي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې په دې کتنه کې ښاغلي حنفي ويلي، په قطر کې دې د اسلامي مارت سياسي دفتر د متقابل درناوي په رڼا کې له سيمې او نړۍ سره تعامل وکړي.

په دغه ناسته کې همدارنګه سهيل شاهين ويلي، ياد دفتر هڅې کوي چې د تېر په څېر د سيمي او نړۍ له هېوادونو سره د يادو مواريدو په رڼا کې مثبت او غيزمن رول ولوبوي. ياده دې شي، اسلامي امارت په اوسني وخت کې د سیمې هېوادونو په کچه له چین، ایران، پاکستان، او روسیې هېوادونو سربېر له ګڼو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

اړوند خبرونه