د جرمنی په شټوټګارټ هوايي ډګر کې د یوې وړې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ددې پېښې له کبله یاد هوایي ډګر کې د ۲ ساعتونو لپاره الوتنې وځنډول شوې.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سیسنا سي ـ 172 ماډل الوتکه له ځغاستلیکې ووته.
دې پېښه کې د الوتکې پیلوټ برسېرن خو یو مسافر ژور ټپي شوی دی.
بل خوا، د متحده عربي اماراتو د هوايي چلند عمومي رياست د دغه هېواد دراس الخیمی په سواحلو کې د يوې الوتکې د لوېدو خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دې پېښه کې ۲ مسافر وژل شوي. یاده دې شي چې په تېره نږدې یوه اونۍ کې د الوتکو د لوېدو پېښو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.