د شاه او عروس بند چارې بشپړې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د ګڼو لوړپوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو د ياد بند په تړاو ويلي، چې له کلونو وروسته د کابل ښاريانو دا هيلې پوره کېږي. دغه بند، چې د کابل ولايت په شکر درې ولسوالۍ کې موقعيت لري، د ۱.۲ مېګاواټه برېښنا د توليد ترڅنګ د ۲۷۰۰ هکټاره کرنيزې ځمکې د خروبولو ظرفيت لري.